له پاکستانه د متحده ایالاتو او هندوستان غوښتنه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر او د هند صدراعظم له پاکستانه وغوښتل چې دا یقیني کړي چې له خاورې یې پرنورو هېوادونو د تروریستي حملو لپاره کارنه اخیستل کېږي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او نریندرا مودي پرون په لومړنۍ مخامخ کتنه کې دغه راز په پاکستان کې د دیره جیش محمد او لشکر طیبه ډلو په ګډون د سخت دریځو له خوا د ګواښونو په وړاندې د همکاریو د پیاوړي کېدو ژمنه وکړه.

نوي ډلي په وروستیو کلونو کې د هند په خاوره کې د ترسره شویو حملو ملامتي په پاکستان کې پر دیره سخت دریځو ډلو اچولې ده.

مودي له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"موږ پردې خبرې وکړې او موافقه مو وکړه چې د دغو تالي څټوپه وړاندې جګړه، د ترورېزم په وړاندې جګړه او هم د تروریستانو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړو، د دوی مرکزونه او پټنځایونه به زموږ د همکارۍ یوه مهمه برخه وي."

سپینې ماڼۍ دغه راز وویل چې هند د متحدو ایالتونو هغه پریکړه وستایله چې د کشمیري سخت دریځو لوی قوماندان سید صلاح الدین یې نړیوال تروریست بللی دی.

دا د هند لپاره چې له لسیزو راهیسې په جلا شوي کشمیر کې له شخړو سره مخامخ دی، یو ډیپلوماتیک بریالیتوب دی.