د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د بندیز عملي کول پیلوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر ډونالد ترمپ د هغه بندیز عملي کول پیلوي چې له مخې یې متحدو ایالتونو ته د ۶ عمدتاً مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د داخلېدو موقت بندیزلګوي.

د محکمې له فیصلې وروسته دغه بندیز په ۷۲ ساعتونو کې عملي کېږي.

د امریکا سترې محکمې په دې اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه چې استېناف محکمې یې د اجرا مخه نیولې وه، قسماً تایید کړه.

په دغه اعلان سره د دغه بندیز شرایط د جون له ۲۹ عملي کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدرنورت وویل، د متحدو ایالاتو حکومت به هغو کسانو ته چې متحدو ایالتونو ته سفرکوي په دې اړه نورجزئیات او د دغه بندیز د شرایطو په اړه په مسلکي، منظم او په خپل وخت معلومات ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې دغه پرېکړه چې د استېناف د محکمې پرېکړه یې د دوشنبې د ورځې په لومړیو کې لغوه کړې، د ملي امنیت لپاره څرګند بری یاد کړی دی.

دغه بندیز د ۳ میاشتو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او سوډان د اتباعو پر تګ بندیز لګولی و.

د دغو هېوادونو پرکډوالو به هم د ورته محدودیتونو شرایط عملي کېږي.

د سترې محکمې په حکم کې ویل شوي چې هغه کسان به د ولسمشر ټرمپ په پرېکړه کې شامل نه وي چې نېږدې خپلوان یې په امریکا کې اوسي.