شمیم خان کټوازی د پکتیا د نوي والي په توګه وټاکل شو.
ښاغلی کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر د یوه فرمان په اساس په دغه دنده ګومارل شوی دی.
هغه د ځوانانو په چارو کې د ولسمشرد سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ماسترۍ ترکچې یې لوړې زده کړې کړي.