ټرمپ او مودي له افغان سولې سره پر همکارۍ موافقه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر او د هند صدراعظم موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت د یقیني کولو لپاره به همکاریو ته دوام ورکوي او هغه به لاپیاوړي کوي.

ډونالد ټرمپ او نریندرا مودي پرون په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې په افغانستان کې د نا ارامیو پر زیاتوالي هم اندیښنه څرګنده کړه.

ټرمپ د هند له خلکو له افغانستان سره د مرستو په خاطر مننه وکړه.

هند له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې شااوخوا درې میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.