کراکر: پر ځینو عربي هېوادونو د وسلو پلورلو مخه نیسو

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي، دی به پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادو له قطر سره د لانجې د حل تر وخته د نورو وسلو د پلورلو مخه ونیسي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستیو کې د ۱۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان د وسلو د پلورلو موافقه لاسلیک کړه او د قطر په ګډون د خلیج د همکارۍ د شورا له نورو غړو هېوادونو سره یې هم د وسلو د پلورلو معاملې وکړې، خو دا وسلې تر څو چې د کانګرس د دې کمېټې مشر موافقه ونه کړي نشي سپارل کېدای.

د بهرنیو اړیکو د ځواکمنې کمېټې مشر جمهوري غوښتونکی سناتور باب کراکر د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته په یوه لیک کې ویلي دي چې دی به د وسلو د پلورلو د نورو معاملو مخه ونیسي ځکه د ده په وینا د عربي هېوادونو ترمنځ وروستۍ لانجه به د داعش ډلې او ایران پرضد د روانې مبارزې هڅې زیانمنې کړي.

د خلیج د همکارۍ په شورا کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین چې پر قطر یې د ترورېزم د ملاتړ په تور بندیزونه لګولي او همداراز کویټ او عمان چې په دې لانجه کې بې پرې پاتې شوي شامل دي.