د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له افغانستان څخه د هوا له لارې هند ته د صادراتو پیل به د افغان سوداګرو ستونزې لږ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال محمد یونس مومند په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني ته وویل، د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز یا کوریدور د فعالېدو له کبله به نور د افغان سوداګرو مېوې نه خوسا کېږي:
"د دې کوریدور د فعالېدو له کبله به نور زموږ مېوې نه خرابېږي."
له کندهار څخه د شنبې په ورځ څلوېښت ټنه طبي بوټي او وچې مېوې هند ته صادرې شوې.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې له کابله په یوه الوتکه کې ۶۰ ټنه طبي بوټي هندوستان ته یووړل شول.