د رومانیا ولسمشر کلاوس اوهانیس (Klaus Iohannis) پرون دوشنبه وویل چې د اقتصاد پخوانی وزیر میهای تودوسي یې د صدراعظم په توګه ټاکلی دی.
دې پرېکړې د سوسیال دیموکراتانو په مشرۍ د کیڼ اړخو د یوه نوي حکومت جوړېدو ته لاره هواره کړه.
ولسمشر خبریالانو ته وویل، د هېواد روان کړکېچ او د هغه د پای ته رسېدو ضرورت ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې میهای تودوس صدراعظم ونوموي.
ده همداراز وویل چې اوسنی وضعیت د رومانیا اقتصاد او په نړۍ کې د رومانیا تصویر ته زیان اړوي.