د هسپانیا یوه قاضي د «دالي» د ډي این اې معاینه کولو امر کړی

د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې یوه قاضي امر وکړ چې د سوریالیست انځورګر سالفادور دالي د مړي ډي این اې معاینه دې وشي چې د هغې ښځې ادعا معلومه شي چې وايي دی یې پلار دی.

د هسپانیا په شمال کې یوې ښځې ماریا پیلر ادیل ادعا کړې چې سالفادور دالي یې پلار دی.

دالي په ۱۹۸۹ میلادي کال په ۸۵ کلنۍ کې مړ شوی دی.

د ادیل له ادعا وروسته محکمې پرون دوشنبه حکم وکړ چې د دالي د ډي این اې معاینه ضروري ده څو څرګنده شي چې ایا نوموړی په رښتیا د دې ښځې اصلي یا بیولوژیکي پلار دی او که نه دی.

ادیل چې په ۱۹۵۶ میلادي کال زېږېدلې، ادعا کوي چې د دې مور په نولس سوه پنځوسمه لسیزه کې هغه مهال له ادیل سره اړیکې لرلې چې د دالي په کورنۍ کې یې کار کاوه.

د هسپانیا الپاییس ورځپاڼه وايي چې ادیل له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې دعوې ته دوام ورکوي څو دا ثابته کړي چې دا د دالي لور ده.