د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې پاکستان مېشتې سخت دریځې ډلې پر مشر بندیزونه ولګول.
د سید صلاح الدین تر مشرۍ لاندې حزب المجاهدین ډله په هندي کشمیر کې د هند پر ضد جنګېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان پرون دوشنبه مخکې تر دې وکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره وویني.
حزب المجاهدین په کشمیر کې د جنګېدونکو ډلو په منځ کې تر ټولو لویه ډله ده.
دا ډله له هند څخه د کشمیر د جلا کېدو او له پاکستان سره د هغه د یوځای کېدو غوښتنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر کې صلاح الدین ژمنه وکړه چې د کشمیر د شخړې د هرې سوله ییزې حل لارې مخه ونیسي.