روسیې له امریکا غوښتي چې د سوریې رژیم خلاف اقداماتو مخه ونیسي

روسیه وايي، د بهرنیو چارو وزیر یې خپل امریکايي ساري ته وویل چې د سوریې د حکومت پر ضد د پارونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل، سرګي لاوروف د امریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

دواړو خواوو په سوریه کې د اوربند د لا ټینګېدو پر اړتیا سلا وکړه څو په نتیجه کې یې له ترورېزم سره مبارزه پراخه شي او د کیمیايي حملو د هڅې مخه هم ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، سرګي لاوروف له امریکا غوښتي چې د بشار اسد د رژیم خلاف د لمسوونکو اقداماتو مخه ونیسي او د تروریستانو پر ضد حملې ډېرې کړي.