د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اختر په مناسبت د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د ډېرو تروریستي حملو مخه نیول شوې ده.
د دې وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش نن دوشنبې ازادي راډیو ته وویل:
"له نېکه مرغه د اختر په دې ورځو کې چې نن یې دوهمه ده، موږ د دښمن د ډېرو فعالیتونو مخه نیولې او هڅې کوو چې د اختر تر پای ته رسېدو پورې د دښمن د هر ډول تحرکاتو مخه ونیسو."
ښاغلي رادمنش په میدان وردګو کې پر لمونځ کونکو د یوې پلان شوې موټربم چاودنې او د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ د یوې ځان وژونکي حملې مخنیوی د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د پلان شویو حملو د مخنیوي بېلګې وبللې.