سپینې ماڼۍ هغه ماښامنۍ لغوه کړې چې د روژې د میاشتې د پای ته رسېدو په مناسبت یې ترتیبوله.
دا په نېږدې شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ دغسې یوه ماښامنۍ لغوه کوي.
د دې پرځای ولسمشر ډونالد ټرمپ او لومړۍ مېرمنې میلانیا د شنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي د کمکي اخترمبارکي ویلې.
دواړو په بیان کې ویلي چې د دغه اختر شپې ورځې موږ ته یوځل بیا د رحم، شفقت او ښه نیت اهمیت په یاد را وړي او زیاتوي چې د دغو ارزښتونو د درناوي لپاره د نړۍ له مسلمانانو سره متحده ایالات یوځل بیا خپله ژمنه تازه کوي.
د ماښامنۍ په نه ترتیبولو سره ټرمپ چې پخوا د مسلمانانو ضد څرګندونو په خاطر پرې انتقادونه شوي، هغه کلني دود ته د پای ټکۍ ږدي چې مخکینیو درې ادارو پرځای کاوه.
په سپینه ماڼۍ کې د اختر په مناسبت ماښامنیو کې به د امریکا د مسلمانانو مشرانو، د کانګرس غړیو او د اسلامي هېوادونو ډیپلوماتانو ګډون کاوه.