د قطر هلال احمر کمېټې نورستان کې له ۳۳۴ کورنیو سره مرسته وکړه

د نورستان په مرکز پارون کې د قطر د هلال احمر لخوا پر ۳۳۴ کورنیو خوراکې مواد وویشل شول.

دغه مواد پر هغو کسانو وویشل شول چې کوم د خپلو ولسوالیو څخه د جګړو له امله پارون ته کډه شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل:

"د شیخ احمد عثماني نه ډيره مننه کوم چې دلته یې ځان راورساوه، تاسو د لارې فزیکي حالت او نورې ستونزې وینئ، پارون ته په اوس وخت کې افغانان زړه نه ښه کوي، زه بیاهم مننه کوم چې مواد يې هم راورسول او دی خپله راغی، څو ستاسو حالت له نېږدي وګوري اوسني مواد درباندې وویشي او په راتلونکې کې هم مرستې وکړي."

والي وویل د قطر هېواد په پارون کې بې کوره شوو کورنیو سره د غوړو، وریجو، اوړو او نورو خوراکي موادو مرسته وکړه او په ډېرو سختو شرایطو کې د دغو خلکو لاسنیوی وکړ.