نور: حکومتي مشران نشي کولای هېواد کې امنیت ټینګ کړي

د بلخ والي وايي چې د ملي وحدت د حکومت مشران نشي کولای په هېواد کې امنیت ټینګ کړي او د خلکو غوښتنې عملي کړي.

عطا محمدنور پرون د کمکي اختر په مناسبت د وینا پرمهال په کابل کې وروستیو اعتراضونو ته د اشارې په ترڅ کې له اعتراض کوونکو سره د دولتي ځواکونو پر چلند سخت انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې اداري فساد او په دولتي سیسټم کې کمزوري د دې اعتراضونو اصلي علت دی.

د بلخ والي همداراز یادونه وکړه چې دی د نظام پرځېدل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې که د خلکو غوښتنې ونه منل شي نو له خپلو سیاسي متحدانو سره یوځای به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د حکومت پرضد پراخ اعتراضونه وکړي.