په کابل کې د متحدوایالاتو سفارت وايي، د امریکا حکومت چمتو دی چې په افغانستان کې د حکومت پرضد اعتراضونو پرمهال د تشدد د پیښو په اړه په تحقیقاتو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
په کابل کې د امریکا ځانګړي شارژدافیر هوګو لارینس د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د امریکا حکومت د افغانستان لویې څارنوالۍ ته په دې اړه د تحقیقاتو په برخه کې د مسلکي مرستو وړاندیز کړی دی.
ښاغلی لارینس زیاتوی چې د امریکا حکومت د دې حملو په اړه د هراړخیزو او شفافو تحقیقاتو پر اړتیا ټینګار کوي:
"متحدایالات د مې په ۳۱مه او د جون په ۳ مه د شویو حملو او د بیحده تشدد د کارولو او مظاهره چیانو د وژنې د ادعاوو په اړه د بشپړو تحقیقاتو پر غوښتنه ټینګار ته دوام ورکوي."
د کابل په وزیراکبر خان سیمه کې د مې په یوديرشمه نیټه د یوه ټانکر چاودنې او وروسته د حکومت پرضد د مظاهرو په ترڅ کې د تشدد پیښو څه باندې یونیم سل کسان ووژل او څو سوه نور یې ټپیان کړل.