ټيلرسن: قطر د ځينو عربي هېوادونو پر غوښتنې غور کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، قطر له خپلو ګاونډیو هېوادونو د ډيپلوماتیکي لانجې د حل لپاره د هغو پر غوښتنو غور کوي.

ریکس ټیلرسن پرون په یو بیان کې وویل، قطر په ډېر دقت سره د هغو غوښتنو په اړه چې سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر وړاندې کړې دي غور کوي.

دې هېوادونو د کویټ په منځګړتوب د جون په ۲۲مه د الجزیرې ټلویزیوني شبکې د بندولو په ګډون د دیارلسو غوښتنو یو لېست قطر ته وسپاره او دوحې ته یې لس ورځې وخت ورکړ چې د دوی غوښتنې ومني.

ریکس ټیلرسن وویل، که څه هم د قطر لپاره به د ځینو غوښتنو منل ښايي ستونزمن کار وي، خو زیاته یې کړه چې د ډیالوګ له لارې دا ستونزه حل کېدای شي.

ټیلرسن زیاته کړه چې قطر او دا څلور عربي هېوادونه د خبرواترو پر میز کینې او یوه حل لاره ولټوي.

ښاغلي ټیلرسن وویل له لفظي پارونو لاس اخیستل هم د کړکېچ له کمولو مرسته کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې متحدایالات د دې کړکېچ له ټولو اړخنونو سره نېږدې تماس لري او د دې ستونزې د حل لپاره به له ټولو سره نېږدې پاتې شي.