د غور والي وايي، داعش اته عام خلک په ډزو وژلي

د غور والي وايي، د داعش جنګیالیو پرون شپه اته عام خلک په ډزو وژلي دي.

غلام ناصر خاضع نن دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل، دا کسان د داعش جنګیالیو د فیروز کوه ښار شمال ته په مرغاب سیمه کې په دې پلمه وژلي چې له هغوی سره یې د وسلو په انتقال کې مرسته نه وه کړې.

اخوا د غور د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان وايي، په دې پېښه کې ۱۷ ملکیان د داعش جنګیالیو له خوا وژل شوي دي.

ښاغلي احسان ویلي، له پېښې وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ نښته هم شوې ده.