چین له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې خپل اړیکې ښه کړي

چین له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې خپل اړیکې ښه کړي او ستونزو د مخنیوي او کنټرول لپاره یو مېکانېزم جوړ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د شنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو او چین په ګډون د درې اړخېز کنفرانس مېکانېزم به وکړای شي چې ډیالوګ او همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې وانګ یي ویلي چې چین له زړه هیله من دی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښه شي، دوه اړخېز اعتماد او همکاري پیاوړي شي او دوه اړخېز امنیت او پراختیا ترلاسه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د کابل له سفر وروسته له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی.