د بریتانیې چارواکو ویلي چې د هغه هېواد پارلمان د اېمېلونو پر سیسټم د یوې انټرنټي سایبر حملې په اړه څېړنې کوي.
د بریتانیې د پارلمان د استازو مجلس یوه ویاند پرون شنبه وویل چې د اېمېلونو د سیسټم د خوندي ساتلو لپاره یې، له لېرې واټنه د پارلمان د ایمیلونو له سیسټم سره ارتباط قطع کړی دی.
هغه تائید کړه چې د پارلمان د ایمیلونو شبکې ته له داسې لوري چې اجازه یې نه درلوده، د ور ننوتلو هڅې شوې او دوی شواهد هم لري.
د مې په میاشت کې د بریتانیې د روغتیايي خدمتونو د ملي مرکز پر ایمیلونو هم انټرنټي یا سایبر حمله شوې وه.