چارواکي: کابل کې ۴زره لېټره الکولي مشروبات نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت پولیسو تر ۴۰۰۰ زره لېټرو زیات الکولي مشروبات چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل په کابل کې کشف او ونیول.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، قاچاق وړونکو غوښتل دا مشروبات د اختر په ورځو کې کابل ته انتقال کړي چې د پل چرخي په دروازه کې د یاد معینیت د ځواکونو له لوري کشف او ونيول شول.

نوموړي زیاته کړه، د دې پېښې په تړاو یې څلور نفره نيولي چي يو يې پاکستانی دی.