د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي څوکۍ له منځه یوسي.
وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د حکومت د برحاله او پخوانیو چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست استازی د جمعې په ورځ له کاره لرې کېږي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې او پوليټیکو خپرونې ویلي چې د ځانګړي استازي مسئولیتونه به د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا دچارو دفتر ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا افغانستان ته د زرګونو عسکرو داستولو لپاره تیاري نیسي او د هغه هېواد دفاع وزیر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پر سیاست د بیا کتنې د پلاوي مشري کوي.
د افغانستان اوپاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي څوکۍ د پخواني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې جوړه شوې وه او رېچردهولبروک د دواړو هېوادونو لپاره د امریکا لومړی ځانګړی استازی و.