د الوتکو د تولید اروپايي شرکت، "اېربس" وايي چې ۷۳ الوتکې به د ایران پر دوو هوايي شرکتونو وپلوري.
د قرارداد پراساس به د اېربس اته ویشت الوتکېد ایران یو کورنی هوايي شرکت "زاګروس" واخلي او نورې۴۸ الوتکې د ایران اېرتور هوايي شرکت اخلي.
د الوتکو د تولید اروپايي شرکت، "اېربس" پرون جمعه وویل چې دا قراردادونه د امریکا د خزانې وزارت په ګډون د پانګونې د کنټرول او څارنې د ټولو نورمونو پر اساس شوي دي.
داېربس مشر ویلي چې د امریکا متحدایالات ښايي په څو میاشتو کې دا قراردادونه تصویب کړي.