د لوی کندهار ځوانانو شورا: حکومت دې د هلمند حملې په اړه جدي څېړنې وکړي

د لوي کندهار دځوانانو شورا له حکومته غواړي چې په هلمند کې د وروستۍ تروریستي حملې په اړه جدي څېړنه وکړي او پایلي یې له ولس سره شریکي کړې.

د لوي کندهار د ځوانانو شورا به نن شنبه په دې اړه په غونډه کې چې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د ملاتړ د یو شمېر ادارو استازي وربلل شوي، په هلمند کې د وروستۍ چاودنې پرسیاسي او امنیتي اړخونو خبرې وکړي.

د دې شورا لومړي مرستیال عبدالله مصباح ازادي راډیو ته وویل:

"موږ وړاندیز کړی چې د دې مسئلې د روښانتیا لپاره، که چېري د تحقیقاتو هیئت تعینېږي، باید لږترلږه د مدني ټولنې د همږغۍ مرکز، د افغان کلتوري ټولنو ګډې شورا، ملي محور، د لوی کندهار د ځوانانو شورا، د لوي کندهار د مشرانو شورا او د فکري مرکز استازي پکې شامل شي څو پایلو ته ورسېږو، هرڅوک چې ګرم وي، باید مجازات شي اوکه داسې ونه شي نو موږ به هم د افغانستان د ولس په څېر چې په نورو پېښو کې بې باوره شوی، اعتماد وبایلو."

په لښکرګاه کې د پنجشنبې په ورځ دکابل بانک دفتر ته مخامخ چاودنه وشوه.

د هلمند چارواکي وايي چې ۳۸تنه وژل شوي او تر ۶۰زیات زخمیان شوي دي.

خو ویل کېږي چې دا شمېر ښايي بدل شي.

د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.