قزاقستان وايي سوریې ته د سرتېرو په اړه روسیې سره ندی غږیدلی

قزاقستان هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې دې هېواد دې سوریې ته د سرتېرو د استولو په اړه له روسیې سره خبرې کړي وي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې هېواد یې له روسیې سره دا ډول خبرې اترې نه دي کړي.

په دې اړه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ وروسته له هغې اعلامیه خپروي چې د روسیې د پارلمان د دفاعي کمېټې د رئیس له خولې وویل شول، مسکو له قزاقستان او قرغزستان غوښتي چې سوریې ته دې سرتېري واستوي.

له دې سره په یو وخت د ترکیې رسنیو د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو ویاند له خولې ویلي، روسیې له دې دوو هېوادونو څخه غوښتي چې سوریې ته سرتېري واستوي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس ویلي، قرغزستان هم پرون ویلي چې د سوریې په پوځي عملیاتو کې د قرغزي سرتېرو د برخې اخیستو په اړه خبر نه دي.