لسګونو زرو کسانو نن په ټول ایران کې د اسرائیلو پر ضد لاریون کې شرکت وکړ. دا لاریون د قدس د ورځې په مناسبت د ایران د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي.
په ننني لاریون کې یو شمېر مظاهره چیانو د اسرائیلو او ایران بیرغونو ته اور واچوه او ځینو د "مرګ پر امریکا " او "مرګ پر اسرائیلو" شعارونه ورکول.
تمه کېږي چې د ایران د ولسمشر حسن روحاني په شمول به لوړ پوړي ایراني چارواکي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویناوې وکړي.
د قدس ورځ د ایران د اسلامي انقلاب د مشر روح الله خمیني له خوا داسې ورځ ټاکل شوې چې په کې د فلسطینیانو سره ملاتړ او د اسرائیلو سره مخالفت څرګندېږي. ایران اسرائیل په رسمیت نه پیژني.