د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ یا سرطان په شپاړلسمه نېټه ترسره کیږي.
د اساسي قانون له مخې دا انتخابات باید په ۱۳۹۴ کال کې شوي وای خو دا بهیر په بېلابېلو دلایلو تر دې دمه چې د هېواد امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر ترینګلی شوی دی، وځنډېد.
په داسې امنیتي حالت کې چې افغانستان د وسله والو مخالفینو د خونړیو حملو ډګر دی، په شفاف او عادلانه ډول د انتخاباتو کول څومره ممکن دي؟
احمدتکل د ولسي جرګې له غړي ګل پاچا مجیدي سره په مرکه کې په دې اړه خبرې کړي.
ښاغلي مجیدي د مرکې په پیل کې د شفافو انتخاباتو په وړاندې تر ټولو مهمې ستونزه یادوي:
Your browser doesn’t support HTML5