د امريکا متحدو ايالتونو په کانګرس کې د استازو جرګې مشر پال رایان وايي ، هڅه کوي د مشرانو جرګې ورلېږل شوې لايحه ژر تصويب شي.
د دې لايحې له مخې پر روسيې او ايران تازه بنديزونه لګول کېږي.
د استازو جرګې مشر جمهوريت غوښتونکي پال راين وويل:
"موږ غواړو په دې برخه کې مخکې لاړ شو او زه د بنديزونو ملاتړ کوم."
د جرګې مشر وويل، اېډ رويس چې د بهرنيو چارو د کمېټې مشري کوي داسې اشارې ورکړي چې په دې برخه کې به په چټکۍ اقدام وشي او موږ غواړو د دې کار درناوى يې وکړو.
دغه لايحه تېره اوونۍ په ٩٨ موافقو او ٢ مخالفو رأيو سره په مشرانو جرګه کې تصويب شوه.
خو کله چې په استازو جرګه کې د لايحې په اړه ځينې بحثونه ولاړ شول، په دې جرګه کې يې تصويب ټکنى شو.
ځينو استازو وويل، دغه لايحه د امريکا د اساسي قانون له موادو سرغړونه کوي.
هغه دا چې هره لايحه چې د حکومت د عوايدو د زياتېدو سبب کېږي بايد پيل يې د استازو له جرګې وشي.