د سعودي عربستان په مشرۍ څلورو عرب هېوادونو له قطر سره د خپلو اړيکو پریکون ته د پاى رسولو لپاره د خپلو غوښتنو لېست خپور کړ.
په دغو غوښتنو کې له دوحې دا هم غوښتل شوي چې الجزيره ټلويزيوني شبکه وتړي او له ايران سره خپل ډېر ارتباطات پرې کړي.
د غوښتنو دغه لېست پرون د کويټ له خوا قطر ته وسپارل شو.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، په دغه لېست کې ١٣ غوښتنې شاملې دي او له قطر څخه په کې دا هم غوښتل شوي چې له اخوان المسلمين، حزب الله، القاعده او نورو سخت دريځو ډلو سره خپل ټول ارتباطات پرې کړي.
سعودي عربستان، مصر، متحده عرب اماراتو او بحرين روانه ميلادي مياشت له قطر سره خپلې اړيکې پرې کړي.
دوى ادعا لري چې دوحه د ټرورېزم مالي ملاتړ کوي.
دغو هېوادونو اوس قطر ته ١٠ ورځې وخت ورکړى چې د دوى غوښتنې پوره کړي.