د روسيې يوه مخکښ ډيپلوماټ پرون وويل، ډېر احتمال لري چې د داعش سخت دريځې ډلې مشر د روسيې په بمبارۍ کې وژل شوى وي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين اوليګ سېرومولوتوف دولتي اژانس ريا نووستي ته وويل:
"د دفاع وزارت د معلوماتو پر اساس ډېر احتمال لري چې ابوبکر البغدادي دې په هغه بمبارۍ کې چې د روسيې هوايي ځواک تېره مياشت د رقې ښار په جنوبي برخو کې د داعش پر مرکزونو کړې وه، وژل شوى وي."
سېرومولوتوف په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل. خو د روسيې دفاع وزارت اول دغه ادعا تېره جمعه وکړه، ويې ويل: د مې مياشتې په وروستيو کې د بمبارۍ په نتيجه کې د بغدادي د وژل کېدلو خبر د بېلابېلو چاينلونو له لارې د تاييد په حال کې دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين وويل، د دې خبر د تائيد لپاره لا هم هڅې روانې دي.
خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون سهار وويل، روسيه د بغدادي د وژل کېدو په اړه کوم سند په لاس کې نه لري.