ټرمپ وايي جېمز کومي سره خپلې خبرې یې نه دي ثبت کړي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې له پخواني مشر جېمز کومي سره خپلې خبرې یې نه دي ثبت کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د FBI له پخواني مشر ښاغلي کومي سره د لیدنې له بهیره کوم ثبت شوی غږ ورسره نشته او زیاته یې کړه، دی نه پوهېږي چې د دې لیدنې له بهیره به نور ثبت شوي غږونه وي کنه؟

مخکې داسې شکونه وو چې ښاغلي ټرمپ ښايي له کومي سره د خپلو ځینو لیدنو ثبت شوي آوازونه ساتلي وي ځکه ده په مې میاشت کې پر ټویټر لیکلي و، کومي دې رسنیو ته له څه افشا کولو مخکې هیله وکړي چې زموږ د خبرې ثبت شوې نه وي.

ټرمپ د مې په ۹ نېټه کومي له دندې ګوښه کړ.

کومي له لېرې کیدو وروسته وویل، ټرمپ په یوه کتنه کې له ده غوښتي و چې ده ته وفادار پاتې شي.

د کومي په وینا ولسمشر ټرمپ ده ته ویلي و چې غواړي له روسي چارواکو سره د ده د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلېن د اړیکو د ادعاوو په اړه څیړنې بندې کړي.

ټرمپ د کومي دا ادعاوې رد کړې دي.