د امريکايي پوهنتون د دوو تښتول شويو استادانو د ازادۍ غوښتنه وشوه

د افغانستان د امریکايي پوهنتون چارواکو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د دې پوهنتون دوه برمته شوي بهرني استادان خوشې کړي.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون مطبوعاتي مشرې زبیدې اکبر تیره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې کیوین کینګ او تیم ویکس خوشې کړي:

"ډېره موده وشوه چې همکاران مو برمته شوي. د هغو کورنۍ د هغوی ستنېدل غواړي او موږ هم غواړو چې دوی بېرته روغ رمټ راستانه شي."

کیوین کینګ او تیم ویکس په هغه ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه د امریکا او استرالیا له حکومتونو غوښتي دي چې د دوی د ژغورلو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

امریکایی کینګ او استرالیایی ویکس د تیرکال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا وتیښتول شول.