درانی: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل شوي

د کندهار امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې په ميوند ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پراخ تصفيوي عملیات پيل شوي دي.

د کندهار د پوليسو وياند ضيا دراني نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه عملیات د عامه نظم پوليسو او ملي اردو ځواکونو له خوا پر مخ ځي:

"په دغو ځایو کې تصفيوي عملیات ادامه لري، په عملیاتو کې وسله والو ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده."

ښاغلي دراني وويل چې د کندهار امنيت پر نورو شا او خوا سیمو هم مثبت اغېز کولای شي.

دی وايي چې دغه عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې د وسله والو فعالیتونه له منځه لاړ شي.