خوګیاڼی: ننګرهار کې۱۸ وسله وال مخالفین د سولې له پروسې سره یو ځای شول

ننګرهار کې د دولت اتلس وسله والو مخالفینو له جګړې لاس واخیست او د سولې له بهیر سره یو ځای شول..

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، نن د پنجشنبې په ورځ پنځلس طالب وسله والو او درې داعشيانو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د حکومت د سولې له بهیر سره يو ځای شول.

نوموړی وايي، دغو کسانو خپلې سپکې او درنې وسلې هم حکومت ته وسپارلې.

د دولت وسله والو مخالفينو په دې تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.