نیرو: سږ هغه ډول چې اړینه ده د المپک نړیواله ورځ نشو لمانځلای

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسؤلین وایي، سږکال هغه ډول چې اړینه ده هغه د المپک نړیواله ورځ نه‎شي لمانځلای.

د دغې کمېټې ویاند احسان نیرو ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ورځې د لمانځلو لپاره یې چمتوالی نیولی و خو د امنیتي ستونزو له کبله د دغې ورځې په مناسبت سپورټي پروګرامونه نه‎شي ترسره کولی.

د یادونې وړده چې سبا پنجشنبې په ټوله نړۍ کې د المپیک نړیواله ورځ په شانداره مراسمو لمانځل کېږي.