غور ولایت کې یوې ځوانې ښځې ځان وژنه کړې

په غور ولایت کې یوې ځوانې ښځې ځان وژنه کړې ده.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیت امر ضیاءالدین ثاقب نن ازادي راډیو ته وویل چې دې ښځې په شهرک ولسوالۍ کې په خپل کور کې د تفنګچې په ډزو ځان وژلی دی.

ثاقب وايي، د دې ځان وژنې علت نه دی معلوم.

له دې ځوانې ښځې یو ماشوم پاتې دی.

په غور کې د رخشانې په نوم د یوې ځوانې ښځې سنګسار او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ځینې لويې پېښې شوي چې ټولو ته یې ټکان ورکړی دی.