د عراق دفاع وزارت: داعش په موصل کې یو تاریخي جومات نړولی

د عراق دفاع وزارت وایي، داعش په موصل کې یو تاریخي جومات نړولی دی.

النوري جومات چې مناره‌یې ډېره لرغونې وه، د چهارشنبې په ورځ په بمونو والوزول شو.

دا جومات په ۱۱۷۲م میلادي کال کې جوړ شوی و او د دې جومات مناره چې د «الحدباء» په نوم مشهوره وه په لرغونو اثارو کې شمېرل شوې وه.

په ورته وخت کې داعش د اعماق په نوم خپلې وېب‌پاڼه کې ادعا کړې ده چې النوري جومات د امریکایي الوتکو په هوایي برید کې نړېدلی دی.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې په همدې جومات کې څرګند شوی و او له دې ځایه‌یې د خپل خلافت اعلان کړی و.