د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت له شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر پرون د وېډیو کنفرانس له لارې له مکمسټر سره د امریکا او افغانستان تر منځ د نویو همکاریو پر چوکاټ خبرې وکړې او هغه ورته ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت او خلک په سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو او له حکومت سره خپلو ژمنو او ښه نیت ته متعهد پاتې کېږي.
دواړو لورو دغهراز د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د نېږدې راتلونکې غونډې لپاره د اجنډا د ترتیبولو په اړه هم خبرې وکړې.