د افغانستان د شمالشرق زون امنیتي چارواکي وايي د تخار د خواجه بهاوالدین-درقد لار یې له وسلهوالو طالبانو پاکه کړې ده.
د پامیر د شلمې قطعې ویاند غلام حضرت کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې تصفیوي عملیات پرون پای ته رسېدلي او د پاسنۍ لارې په خلاصولو سربېره دیارلس وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي او ۱۷ نور یې ژوبل دي.
د تخار په خواجه غار او خواجه بهاوالدین کې وړمه ورځ څو سیمې د وسلهوالو طالبانو لاس ته ولوېدې.
طالبانو ادعا کړې چې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې یې درې پوستې نیولي او دولتي عسکرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.