پاکستان ته د ډنډ پټان لار د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شوه

په پکتیا کې له پاکستان سره د دنډ پټان سوداګریزه لار د افغان سوداګرو د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لار وروسته له شپږو میاشتو پرون ناوخته پرانیستل شوه.

نوموړی وايي چې د پکتیا د پټان د لارې د تړل کېدو له امله دواړو لورو ته اقتصادي زیان رسېده چې له بیا پرانیستې سره به سوداګري وده وکړي.

ښاغلی عالمیار وايي چې د دغې لارې له پرانیستو هرکلی کوي او وايي چې سږ کال به له دغې لارې شااوخوا ۳۰۰۰۰ ټنه مڼې پاکستان ته صادرې کړي.