د افغانستان د مالیې وزارت مسؤلین وایي چې د اقتصاد عالي شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته باید د کباړ شویو اوسپنو له قاچاقه مخنیوی وشي.
د مالیې وزارت د تصدیو رئيس ابراهیم شمس نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر مالیې وزارت ته لارښونه کړې چې قاچاق کېدونکې کباړ اوسپنې باید ضبط شي.
ښاغلی شمس وايي چې کباړ اوسپنې باید په دننه هېواد کې د اوسپنې ویلي کولو پر فابریکو په مناسبه بیه وپلورل شي، تر څو دغه فابریکې له اقتصادي پلوه غښتلې شي.
نوموړی وايي چې اوسمهال د هېواد په کچه د اوسپنې د ویلي کولو ۱۴ فابریکې فعالیت لري چې د څه باندې ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښتیې پانګونه کړې ده.
د اقتصاد د عالي شورا په غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد دننه دې کباړ اوسپنه یو ټن په لس زره افغانیو وپلورل شي.