محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد وټاکل شو

محمد بن سلمان.

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز خپل زوی محمد بن سلمان د ولیعهد او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه انتخاب کړ.

محمد بن سلمان د دفاع وزیر هم دی.

دا خبره د سعودي خبري اژانس نن د یوه شاهي فرمان پر اساس خپره کړې ده.

د سعودي خبري اژانس د خبر له مخې پادشاه سلمان خپل ۵۷ کلن وراره محمد بن نائف له ولیعهدۍ، د لومړي وزیر له لومړۍ مرستیالۍ او داخلې وزارت څخه لیرې کړی دی.

دبۍ مېشتې العربیه ټلوېزیوني شبکې ویلي ۳۱ کلن محمد بن سلمان له امریکا متحده ایالاتو سره نېږدې اړیکې لري او په سعودي عربستان کې یو با نفوذه کس دی چې د یمن جګړه هم مخ ته وړي.

د هغه د انتخاب لپاره په رأی اچونه کې سلطنتي شورا له ۳۴ نه ۳۱ مثبتې رأیې ورکړې.

محمد بن سلمان په داسې حال کې ولیعهد کېږي چې څه وخت مخکې یې ایران ته د جګړې د غځولو ګواښ کړی و.