کابل کې د کورنیو چارو وزارت ته نېږدې چاودنه شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته نېږدې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست حق‌نواز حقیار ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن چهارشنبه د یوه مقناطیسي ماین په سبب چې په یوه کرولا موټر کې لګېدلی و رامنځته شوې ده.

ښاغلي حقیار وویل په دې چاودنه کې چې نن شااوخوا لس نیمې بجې شوې چاته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د کابل هوايي ډګر ښي خوا ته پرته ده.