غني: ټول تمرکز مې پر دې دی چې د یوه پياوړي دولت بنسټ کېږدم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي ټول تمرکز یې پر دې دی چې د یوه پياوړي دولت بنسټ کېږدي.

ښاغلي غني وویل اړتیا ده څو په زړې ادارې کې اساسي بدلون راشي.

" ډېر سخت ضرورت دی هغه اداره چې موږ ته په میراث را رسېدلې پکې باید اساسي بدلون راشي. "

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېشنرانو د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې.

هغه د دې تر څنګ چې له ځان د بوج د کمولو لپاره بنسټونو ته د واک د انتقال په مسئلې ټینګار وکړ ویې ویل چې پنځه زره نوي بستونه به د اداري اصلاحاتو کمېسیون له خوا د شفافې پروسې له لارې مدیریت شي.