د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې ۳۰ طالب وسلهوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د داعش ډلې دوه لوی قوماندانان د ملا بشیر او محمود په نامه هم دې جګړه کې وژل شوي دي.
د والي ویاند زیاته کړه چې د وژل شویو داعش مشرانو څخه یو د ازبکستان هېواد تبعه دی.
د رضا غفوري په خبره چې اوسمهال د درزاب ولسوالۍ مرکز د ملي اردو ځواکونو په لاس کې دی او د طالب، داعش او دولتي ځواکونو تر منځ لا هم خال خال وسلهواله جګړه دوام لري.
د جوزجان د والي ویاند وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو د وسلهوالو د حملې له امله ۱۰ امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.