امریکا په سوریه کې د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

د امريکا پوځ وايي، د ايران ساخت هغه بې‎پېلوټه الوتکه‌يې د سوريې په جنوب ختيځ کې يوې پوځي اډې ته څېرمه نسکوره کړې چې په وسلو سمبال وه.

دغه حمله پرون د سې شنبې په ورځ شوې ده.

د امريکا دفاع وزارت وايي، د امريکا "F-15" ډوله الوتکې چې د سوريې پر فضا يې الوتنه کوله، پر شهيد نومي ١٢٩ ډوله الوتکې ډزې وکړې، ځکه دغې الوتکې له ځانه خصمانه نيت ښوولى و او د ائتلافي ځواکونو پر لوري نېږدې کېدله.

د امريکا د دفاع وزارت وياند تورن جېف ډېوېس وويل، دغه الوتکه د ايران ساخت او په وسلو سمبال وه.

دغه پېښه د سوريې په هغې ساحه کې شوې چې په ستراتيژيک لحاظ د سوريې حکومت او ايران ته مهمه ګڼل کېږي، ځکه ايران غواړي له دغه دهلېزه په سوريه او عراق کې له هغو ځواکونو سره د همکارۍ لپاره استفاده وکړي چې ملاتړ يې کوي.