د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پیونګ یانګ د اوتو وارمبیر د زنداني کېدو مسؤل ګڼي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت ( Heather Nauert) د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
"موږ پیونګ یانګ د اوتو وارمبیر ( Otto Warmbier) د غیرې عادلانه زنداني کېدو مسؤل ګڼو."
نوموړې همدارنګه وویل چې متحده ایالات د هغو درې نورو امریکايي اتباعو د زر تر زره خوشې کېدو غوښتنه هم کوي چې په شمالي کوریا کې بندیان دي.
۲۲ کلن وارمبیر د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې مړ شو.
نوموړی شمالي کوریا ته په یوې سیاحتي ډله کې تللی و، چېرته چې ونیول شو او د یوه تبلیغاتي بنر د غلا د هڅې په تور پر ۱۵ کاله شاقه کار محکوم شو.
امریکايي چارواکو دا سزا غندلې وه.
نوموړی د جون په ۱۳مه نېټه له ۱۷ میاشتني بند وروسته امریکا ته ستون شو.
دا چې نوموړی څنګه کوما ته ولاړ او د هغه د روغتیا په اړه نور معلومات روښانه نهدي.