اسټرالیا یونېسف ته د افغان کډوالو لپاره ۲،۲ میلیونه ډالره ورکړل

اسټرالیا د سې‎شنبې په ورځ په افغانستان کې له کډوالو ماشومانو سره د مرستې په هدف د یونېسف له ادارې سره ۲،۲ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د اسټرالیا دا مرسته به د داخلي بې‎ځایه شویو او راستنو شویو کډوالو ماشومانو او ښځو لپاره د ماشومانو په خوندیتوب، روغتیا، خوړو، پاکو اوبو برابرولو او حفظ‎‌الصحې برخو کې ولګول شي.

یونېسف ته دا یو کلنه مرسته د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ادارې برابره کړې ده.

یونېسف په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د کورني بې‎ځایه شویو او دې هېواد ته د بېرته ستنو شویو کډوالو ستونزو ته په اشارې وايي:

"د اسټرالیا په دې مرسته به د ماشومانو د شديدې سو‎ء تغذیې د مخنیوي لپاره خوراک ته چمتو صحي خواړه برابر کړي او همدارنګه به په کډوالو او هغو سیمو کې چې کډوال په‎کې دي، د نارغیو د خپرېدو مخه ونیسي او د پاکو اوبو اسانتیاوې به رامنځته کړي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو له کبله پر کورنیو بې‎ځایه شویو کډوالو سربېره له ایران او پاکستان څخه هم ګڼ افغانان ایستل شوي چې دا مهال په افغانستان کې د ځای پر ځای کېدو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او په ځانګړې توګه د دې کورنیو ماشومان تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي.