پاکستاني چارواکي: جټ الوتکې مو بې‌پيلوټه ایرانۍ الوتکه ویشتلې

پاکستاني چارواکي وايي، د هوايي ځواک يوې جټ الوتکې يې د ايران يوه بې‎پېلوټه الوتکه ويشتلې او نسکوره کړې ده.

د دوى په وينا، دغه ډرون الوتکه تر ډېره د پاکستان فضايي حريم ته ننوتلې وه.

د پاکستان رسنيو پرون سې شنبه د ځينو چارواکو په حواله چې نومونه‌يې نه‎دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې دغه الوتکه د اوونۍ په پيل کې د بلوچستان ايالت په پنجګور سيمه کې نسکوره کړاى شوې ده.

په وروستيو مياشتو کې ايران د هغو سخت دريځو وسله‎والو په اړه چې د پاکستان پر سرحد فعال دي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

په مې مياشت کې د ايران لوى درستيز خبردارى ورکړى و، که اسلام‌اباد د هغو افراطي وسله‎والو پر ضد چې د پولې په اوږدو کې حملې کوي، مبارزه ونه‌کړي، تهران به د پاکستان په خاوره کې دننه د دغو وسله‎والو مرکزونه وولي.