جیتکا: ناټو او امریکا په افغانستان کې ۱۲ سوه پروژې پلي کړي

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د انجنیرۍ د برخې مشر جان جو جیتکا وايي، امریکا او ناټو له دوه زره درېیم کال راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې شااوخوا دولسوه پروژې پلي کړي.

د ښاغلي جان په خبره پر دغو پروژو لس میلیارده ډالره مصرف شوي چې تر ډېره یې د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلونونو رامنځته کړی دي.

نوموړي د سې شنبې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې یادې پروژې په دواړو پوځي او ملکي برخو کې پلي شوي.

د افغان ځواکونو لپاره د پوځي تاسیساتو جوړول، د اوبو د کوچینو بندونو جوړول، د روغتیا په برخه کې د تاسیساتو رغول په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پلي شویو پروژو څخه ګڼل کېږي.