د تاجکستان حکومت وايي، که په چین کې پر پنځو تاجک اتباعو د اعدام حکم د راتلونکې جولايې میاشت تر نوولمسې عملي نشي، نو هغوی به تبادله شي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له چین سره يې د زندانیانو د تبادلې اړوند اسنا شریک کړي دي.
چین او تاجکستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د زندانیانو د تبادلې موافقه لاسلیک کړه چې دوه ورځې وروسته عملي بڼه غوره کوي.
دا مهال پنځلس تاجک اتباع په چین کې زندانیان دي چې پنځه يې په اعدا محکوم شوي دي.
چین په تېر میلادي کال کې یو تاجک وګړی د نشي موادو د قاچاق په قضیه کې په دار وځړاوه.